روغتيا او ژوند

د گازرې ځینې مهمې روغتیايي گټې

ټول په دې پوهېږي چې گازرې د سترگو د روغتیا او لید لپاره ډېر زیات گټورې دي او دغه ځانگړنه يې د بېټا کېروټین نومې گټورو موادو لرلو له امله دی.

خو نړۍ کې یو شمېر نوې روغتیايي څېړنې دې پایلې ته رسېدلي چې گازرې له سترگو سربېره د بدن نورو برخو ته هم بې شمېره روغتیايي گټې لري او د یو شمېر عادي او وژونکو ناروغیو مخه نیسي.

دلته مو د گازرو څو مهمو روغتیايي گټو سره اشنا کوو:

له سرطان او د پوټکي له زوړوالي څخه مخنیوی

گازرې زیات شمېر انټي اکسېډنټونه لري، چې بدن کې د حجراتو د زړېدو پروسه ورو او سوکه کوي. د انټي اکسېډنټونو په اړه ویل کېږي چې له سرطان او الزایمر څخه د مخنیوي وړتیا لري. ۲۰۱۱ کې په شېفیلډ پوهنتون کې د ترسره شوې څېړنې پر بنسټ، گازرو کې پولي اسېټلین نومې مرکب شته، چې له وژونکو ناروغیو څخه د انسان د ژغورلو وړتیا لري.

زړه او هاضمې لپاره گټوره ده

گازرې خپل ترکیب کې کېروټینوېډ لري، چې د زړه ناروغیو په مخنیوي کې مهم رول لوبوي. له دې سربېره، گازرې د فایبر غوره سرچینه بلل کېږي.
فایبر هغه گټور مواد دي چې د کولېسټرول (وینې غوړ) کچه ټیټوي او هاضمه غوره کوي. گازرې د اسهال، قبض او پیچ په څېر ناروغیو څخه د مخنیوي وړتیا لري.

وینه پوره کوي

گازرې په زیاته اندازه اوسپنه لري، چې له همدې امله د وینې په کمی اخته کسانو ته ډېره زیاته گټه لري.

پوټکي غوره کوي

گازرو کې شته وېټامین اې د بدن پوټکي ته ځانگړې ځلا ورکوي د انسان د پوټکي له یو شمېر ناروغیو څخه ژغوري.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون