روغتيا او ژوند

هغه اسانه عادت چې ناروغۍ له امله د مړینې خطر کموي

په ورځنۍ ډول یوازې شل دقېقو لپاره چټک قدم وهل چې څلوېښت قدمي بلل کېږي له وخت وړاندې د مړینې خطر ۳/۱ برخې کمولی شي.

څېړونکي او ډاکټران په دې باور دي چې ورزش نه کول د اضافي وزن لامل گرځي، او اضافي وزن بیا له وخت وړاندې د مړینې خطر دوه چنده زیاتوي.

هغو کسانو کې چې فزیکي فعالیت نه لري او زیات وخت په ناسته تېروي د زړه حملې او فلج سربېره د سرطان په مختلفو ډولونو د اخته کېدو خطر هم ډېر زیات وي.

خو په ورځنۍ ډول شل دقېقو لپاره چټک قدم وهل یا بایسکل چلول په پورته ‌ذکر شوو ناروغیو د اخته کېدو خطر کموي او انسان له بې شمېره ناروغیو خوندي ساتي.

دغه عادي او اسانه ښکاره کېدونکی ورزش د ناروغیو پایله کې له وخت وړاندې مړینې خطر ۱۶ – ۳۰ سلنه پورې کموي.

په همدې ډول هره ورځ فزیکي فعالیتونو کې لږه اضافه لکه دندې ته پیاده یا په بایسکل تگ یا د لفټ په ځای زینې کارول بې شمېره روغتیايي گټې لري او انسان له وژونکو ناروغیو ژغورلی شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون