لوبې

سټوکس د انگلینډ ماتې په بریا بدله کړه

نن د اېشز ټېسټ لوبو د لړۍ درېیمه لوبه پای ته ورسېده. دغې لوبې کې انگلینډ د بېن سټوکس پیاوړې توپ وهنې په مرسته استرالیا ته په یوه وېکېټه ماتې ورکړه.

د دغې لوبې پچه انگلینډ گټلې وه او د توپ اچونې پرېکړه يي کړې وه.

استرالیا خپل لومړی وار توپ وهنې کې د وارنر او لبوسچانې غوره توپ وهنې په مرسته ۵۲٫۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۷۹ منډې جوړې کړې.

استرالیا لپاره لبوسچانې په ۱۲۹ توپونو د لسو څلوریزو په مرسته ۷۴ او وارنر په ۹۴ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۶۱ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

انگلینډ لپاره لومړۍ وار توپ اچونې کې ارچر ۶ وېکېټې اخیستلو سره تر ټولو ښه وځلېد. براډ ۲ او ووکس او سټوکس یوه یوه وېکېټه واخیسته.

انگلینډ خپل لومړی وار توپ وهنې کې کمزورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ۲۷٫۵ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۶۷ منډې جوړې کړې.

انگلینډ لپاره یوازې ډنلي له لسو زیاتې منډې جوړې کړې او پاتې ټول لوبغاړي له لسو څخه په لږو منډو خپلې وېکېټې له لاسه ورکړې.

استرالیا لپاره هذلووډ ۵، کمېنس ۳ او پټېنس دوه وېکېټې واخیستې.

استرالیا خپل دوهم وار توپ وهنې کې یوازې د لبوسچانې غوره توپ وهنې په مرسته ۷۵٫۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۴۶ منډې جوړې کړې او انگلینډ ته يي د ۳۵۹ منډو هدف وټاکه.

استرالیا لپاره دوهم وار توپ وهنې کې لبوسچانې په ۱۸۷ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۸۰ منډو جوړولو سره غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

انگلینډ لپاره سټوکس ۳، ارچر او براډ دوه دوه او ووکس او لیچ یوه یوه وېکېټه واخیسته.

انگلینډ خپل دوهم وار توپ وهنې کې د بېن سټوکس پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۱۲۵٫۴ اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۶۲ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په یوه وېکېټه وگټله.

انگلینډ لپاره بېن سټوکس په ۲۱۹ توپونو د یولسو څلوریزو او اتو شپږیزو په مرسته ۱۳۵ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره لوبه گټونکې توپ وهنه وکړه. روټ په ۲۰۵ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۷۷ او ډنلي په ۱۵۵ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۵۰ منډو جوړولو سره هم ښه وځلېدل.

استرالیا لپاره هذلووډ ۴، لاین ۲ او کمېنس او پټېنسن یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون