لوبې

هندوستان وېسټ اڼډیز ته په ۳۱۸ منډو ماتې ورکړه

د هندوستان او وېسټ انډیز لومړۍ ټېسټ لوبه پای ته ورسېده. دغې لوبې کې هندوستان د پیاوړې توپ اچونې په مرسته د وېسټ انډیز لوبډلې ته په ۳۱۸ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه وېسټ انډیز وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

هندوستان خپل لومړی وار توپ وهنې کې د رهانې او جدېجا نیمه سلیزو په مرسته ۹۶٫۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۹۷ منډې جوړې کړې.

هندوستان لپاره رهانې په ۱۶۳ توپونو د لسو څلوریزو په مرسته ۸۱، جدېجا په ۱۱۲ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۸ او راهول په ۹۷ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۴۴ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

وېسټ انډیز لپاره کېماروچ ۴، گبریل ۳، چېس ۲ او هولډر یوه وېکېټه واخیسته.

وېسټ انډیز خپل لومړی وار توپ وهنې کې ۷۴٫۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۲۲ منډې جوړې کړې.

وېسټ انډیز لپاره چېس په ۷۴ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۸ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

هندوستان لپاره اېشانت شرما ۵، محمد شامي او جدېجا دوه دوه او جسپریت بومراه یوه وېکېټه واخیسته.

هندوستان خپل دوهم وار توپ وهنې کې د رهانې او وېهاري پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۱۱۲٫۳ اورونو کې ۳۴۳ منډې جوړې کړې او وېسټ انډیز ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه.

هندوستان لپاره دوهم وار توپ وهنې کې رهانې په ۲۴۲ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۱۰۲، وېهاري په ۱۲۸ توپونو د لسو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۹۳ او وېراټ کولي په ۱۱۳ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۵۱ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

وېسټ انډیز لپاره چېس ۴ او کېماروچ، گبریل او هولډر یوه یوه وېکېټه واخیسته.

وېسټ انډیز خپل دوهم وار توپ وهنه د ۴۱۹ منډو هدف په تعقیب پیل کړه خو ۲۶٫۵ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۰۰ منډې جوړې کړې.

وېسټ انډیز لپاره دوهم وار توپ وهنې کې کېماروچ په ۳۱ توپونو د یوې څلوریزې او پنځو شپږیزو په مرسته ۳۸ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

هندوستان لپاره بومراه ۵، اېشانت شرما ۳ او محمد شامي دوه وېکېټې واخیستې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون