روغتيا او ژوند

ایا د کافي څښلو له سترې روغتیايي گټې څخه خبر یاست؟

د زړه حمله په ټوله نړۍ کې د مړینې یو له تر ټولو سترو لاملونو څخه دی، خو له نیکه مرغه د دغې ستونزې مخنیوی هم ډېراسانه دی. گرم او خوندور کافي د زړه د حملې څخه د مخنیوي تر ټولو اسانه نسخه ده.

هره ورځ له درې تر پنځه گېلاسه کافي څښل رگونو کې د وینې د غوټه کېدو مخه نیسي او په دې ډول د زړه د حملې خطر له منځه وړلو کې د پام وړ مرسته کوي.

په مناسبه اندازه کافي کارول د وینې په رگونو کې ناوړه او مضر کلسیم هم له منځه وړي.

د يادونې ده چې د وینې شریانونو کې د دغه کلسیم د اندازې زیاتېدو سره د وینې رگونه سخت او تنگ کېږي او رگونو کې د وینې غوټه کېدو لامل گرځي او پایله کې د زړه د حملې او فلج خطر زیاتوي.

په ۲۵۰۰۰ نارینه او ښځو ترسره شوې دې څېړنې ثابته کړې چې په ورځني ډول دوه گېلاسه کافي څښل د وینې رگونو کې د ناوړه کلسیم د زیاتېدو خطر په اوسط ډول ٪۱۳٫۴ پورې کموي او په ورځني ډول درې یا پنځه گېلاسه څښل دغه گټه نوره هم زیاتوي.

څېړونکي وايي چې د زړه په ناروغیو د کافي مثبت اغېز اړوند باید نورې څېړنې هم ترسره شي ترڅو د زړه د رگونو په ناروغیو د کافي بیولوژیکي اغېز وڅېړل شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون