روغتيا او ژوند

د غاښونو د ژړېدو لاملونه او طبیعي حل لارې يې

په سطحي برخو یا د غاښونو جوړښت کې د رامنځته شوو داغونو له امله د ښاغونو رنگ بدلېږي او له سپین څخه ژېړ کېږي.

که څه هم غاښونه د تل لپاره سپین نه پاتې کېږي، خو موږ کولی شو د ځینو طبیعي حل لارو په مرسته د غاښونو د ژېړېدو پروسه ورو کړو او په دې ډول د اوږدې مودې لپاره غوره، روغ او سپین غاښونه ولرو.

دلته مو له یو شمېر هغو شیانو چې د غاښونو د ژېړېدو لامل گرځي اشنا کوو:

۱- چای یا کافي څښل؛
۲- سگرېټ څښل؛
۳- د عمر زیاتېدو له کبله د غاښونو د سطحي پردې کمزورې کېدل؛
۴- ناوړه خواړه چې پروسس شوي یا ډېر اسید لرونکي خواړه لکه خواږه او ساړه مشروبات، چاکلیت، د میوې ځینې ډولونه او داسې نور په کې شامل دي.

۵- د خولې وچوالی؛
۶- د پوزې د بندوالي له کبله د خولې له لارې تنفس کول. دغه ډول تنفس د خولې وچوالي لامل گرځي او د خولې او غاښونو رطوبت (لندبل) له منځه وړي.
۷- انټي بایوټیک کارول؛
۸- له اندازې زیات فلوراید کارول؛
۹- ارثي لاملونه

د غاښونو سپینولو طبیعي حل لارې

۱- د خوړو سوډا او هایدروجن پر اکساید
یوه کاچوغه د خوړو سوډا له هایدروجن پر اکساید سره یو ځای او کریم ترې جوړ کړئ، د غاښونو نرم برس باندې دغه کریم کېږدئ او خپل غاښونه برس کړئ. د دوو دقېقو لپاره خپل غاښونه برس کړئ او بیا يې ووینځئ. له دې وروسته خپل غاښونه د غاښونو په کریم سره ووینځئ.

۲- د ناریل (کوپرې) تېل
ځانگړې اندازه د کوپرې تېل خولې ته واچوئ او ښه يي مضمضه کړئ. هغو کسانو چې د غاښونو وېنځلو څخه وروسته دغه طریقه کارولې تاییدوي چې د کوپرې تېل د غاښونو سپینولو لپاره اغېزمن ثابتېږي.

د دې موخې لپاره یوه کاچوغه د کوپرې تېل ۵ – ۲۰ دقېقو لپاره مضمضه کړئ یا یو څاڅکی یې د غاښونو کریم کې واچوئ او خپل غاښونه پرې ووینځئ.

۳- د لیمو اوبه او د خوړو سوډا
یوه کاچوغه د لیمو اوبه له مناسبې اندازې د خوړو سوډا سره مخلوط او کریم ترې جوړ کړئ، دغه جوړ شوي کریم خپل د غاښونو پر نرم بورس باندې کېږدئ او ۲ دقېقو لپاره خپل غاښونه پرې برس کړئ او بیا يې په اوبو ووینځئ. له هغې وروسته خپل غاښونه د غاښونو کریم سره برس کړئ تر څو د لیمو د اوبو اغېز له منځه ولاړ شي.

۴- د کېلې پوټکی
په ارامۍ سره د کېلې د پوستکي داخلي برخه د دوو دقېقو لپاره په خپلو غاښونو ووهئ او وروسته بیا خپل غاښوننه د غاښونو کریم یا د خوړو په سوډا ووینځئ.

۵- د مڼې سرکه
د مڼې سرکه طبیعي باکتریا ضد ځانگړنې لري چې خوله او غاښونه پاک ساتي او په دې ډول کولی شي د غاښونو پیاوړي داغونه له منځه یوسي. د مڼې سرکه د کافي او نیکوتین له امله رامنځته شوو داغونو له منځه وړلو لپاره ډېره گټوره ثابتېږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون