اقتصاد او سوداگري پاکستان او ايران

افغان سفیر: پېښور کې د افغان مارکېټ قضیه جدي نیسو

اسلام اباد کې د افغان سفارت اعلامیه وايي نن له غرمې مخکې د افغانستان لوی سفیر شکرالله عاطف مشعل په داسې حال کې چې د دغه یفارت یو شمیر ډیپلوماتانو او په پېښور کې افغان سرپرست جنرل قونسل ښاغلي محمد هاشم نیازي یې ملتیا کوله، په پېښور کې د افغانستان له ملکیت(افغان مارکیټ) څخه لیدنه وکړه.

په ورته وخت کې افغان سفیر د پاکستانې چارواکو له خوا د یاد مارکیټ د تخلیې د پریکړې د مخنیوي په موخه د خیبر پښتونخوا له والي، شاه فرمان سره ولیدل او وې ویل چې افغان مارکیټ د افغانستان ملکیت دی او باید د یاد مارکیټ د تخلیې پریکړه بیرته واخیستل شي.

همدارنګه سفیر د نوموړي مارکیټ له دکاندارانو سره ولیدل او ډاډ یې ورکړ چې په اسلام آباد کې د افغانستان لوی سفارت دا موضوع په جدي توګه څاري او د دې ملکیت د حفظ او خوندیتوب لپاره به له ټولو ممکنه ډیپلوماتیکو او حقوقي لارو چارو کار واخلي.

د یادونې وړ ده چې افغان مارکیټ جایداد په ۱۳۲۵ کال کې د افغان حکومت لخوا اخیستل شوی ؤ خو په ۱۳۶۷ کال کې د زوارحسین په نامه د یو شخص لخوا د جعلي اسنادو پر بنسټ پر یوې برخې یې غیر قانوني دعوی وشوه.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون