سلايډ (فيچر) سيمه ييزې او عربي

يمن: سعودي الوتکو له سلو زيات حکومت پلوي زندانيان وژلي

د سره صليب نړيواله مرستندويه اداره وايي، د يمن په يوه زندان کې د سعودي ايتلافي الوتکو په برید کې له سلو زيات زندانيان وژل شوي دي.

عربي رسنيو ويلي، په بمبار کې وژل شوي کسان د يمن د ولسمشر منصور هادي پلويان دي، چې د حوثي ملېشو په زندان کې بنديان وو.

سعودي حکومت وايي، په يمن کې يوه ډرون او د توغنديو زېرمه ويجاړه کړې، خو د سره صليب نړيوالې ادارې او حوثي ملېشو ويلي، په بمبار کې زندان په نښه شوی دی.

يمن کې د سره صليب مشر فرانز روشينټن ويلي، دوی  د پېښې له ځايه مړي راباسي او د بمبار له امله د ژوندي پاتې کسانو چانس ډېر لږ دی.

يمن کې د سعودي په مشرۍ د ايتلافي هېوادونو جګړه له ۲۰۱۵ کال راهيسې روانه ده، سعودي الوتکې هره ورځ په يمن کې پر حوثيانو بمبارۍ کوي، خو حوثيان بيا تقریبا هره ورځ د سعودي هوايي ډګرونه او نورې سيمې په نښه کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون