لوبې

نیوزیلینډ سریلانکا ته په پنځو وېکېټو ماتې ورکړه

نیوزیلینډ لومړۍ شل اوریزې لوبې کې سریلانکا ته ماتې ورکړه. دغې لوبې کې سریلانکا له نیوزیلینډ څخه په پنځو وېکېټو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه سریلانکا وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

سریلانکا ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د مېنډس غوره توپ وهنې په مرسته ۱۷۴ منډې جوړې کړې او نیوزیلینډ ته يي د ۱۷۵ منډو هدف وټاکه.

سریلانکا لپاره مېنډس په ۵۳ توپونو د اتو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۷۹ منډو جوړولو سره تر ټولو غوره او زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

نیوزیلینډ لپاره ساوتي ۲ او سانټنر یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې نیوزیلینډ ۱۹٫۳ اورونو کې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د ټېلر او ډي گرانډوم غوره توپ وهنې په مرسته ۱۷۵ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په پنځو وېکېټو وگټله.

نیوزیلینډ لپاره ټېلر په ۲۹ توپونو د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۸ او ډي گرانډوم په ۲۸ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۴ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

سریلانکا لپاره ملېنگا او ډي سېلوا دوه دوه او دننجایا یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون