روغتيا او ژوند

نوې څېړنه: سره مرچ د سینې سرطان څخه مخنیوی کوي

نوې څېړنې داسې مالیکول کشف کړی چې درې – منفي (Triple-negative) د سینې سرطان وده ورو کوي. درې – منفي د سینې د سرطان یوه ډول دی چې درملنه يي ډېره ستونزمنه وي.

څېړنه

د جرمني په بوکم ښار کې د روهر پوهنتون دغه څېړنه د جرمني مختلفو روغتیايي ادارو په مرسته او همکارۍ ترسره کړې. دغې څېړنې کې سره مرچ کې موندل کېدونکي مختلف مرکبات ازمویل شوي. دغې څېړنې پایله کې ثابته شوه چې سره مرچ کې شته مرکبات هغه حجرات چې د سینې سرطان د فرعي ډول چې د سینې درې – منفي سرطان بلل کېږي تومورونه تولیدوي له منځه وړي.

د سینې سرطان ټوله نړۍ کې د هر قوم او نژدا ښځو کې د سرطان تر ټولو عامه بڼه ده، خو له نیکه‌مرغه ورزش، گټور خواړه او ناوړه عادتونو پرېښودلو سره يي مخنیوی ممکنه ده.

دغې څېړنې لپاره څېړونکو په SUM149PT cell culture باندې په کپسایسین نومې سره مرچو کې موندل کېدونکی مرکب اغېز وڅېړل.

د څېړنې پایله کې ثابته شوه چې سره مرچو کې شته مرکبات بدن کې د حجراتو له منځه تللو او د سرطاني حجراتو ودې څخه مخنیوی کوي او په دې ډول د سرطان د مختلفو ډولونو مخه نیولی شي.

د دغې څېړنې پر بنسټ، د سره مرچو مرکبات د سینې سرطان سربېره د پانقراص او غټو کولمو د سرطان څخه هم مخنیوی کولی شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون