لوبې

هندوستان دوهم ټېسټ لوبه هم وگټله

هندوستان د پیاوړې لوبې په مرسته له وېسټ انډیز څخه دوهمه ټېسټ لوبه هم وگټله. وېسټ انډیز دغې لوبې کې د ۲۵۷ منډو په ستر توپیر ماتې وخوړه.

د دغې لوبې پچه وېسټ انډیز وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

هندوستان خپل لومړی وار توپ وهنې کې د یو شمېر لوبغاړو غوره توپ وهنې په مرسته ۱۴۰٫۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۴۱۶ منډې جوړې کړې.

هندوستان لپاره وېهاري په ۲۲۵ توپونو د شپاړلسو څلوریزو په مرسته ۱۱۱، وېراټ کولي په ۱۶۳ توپونو د لسو څلوریزو په مرسته ۷۵، اېشانت شرما په ۸۰ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۵۷ او اگروال په ۱۲۷ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۵۵ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

وېسټ انډیز لپاره هولډر ۵، کارنوال ۳ او کېماروچ او براتویت یوه یوه وېکېټه واخیسته.

وېسټ انډیز خپل لومړۍ وار توپ وهنې کې د کمزورې او ناکامه توپ وهنې پایله کې ۴۷٫۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۱۷ منډې جوړې کړې.

وېسټ انډیز لپاره هېټمایر په ۵۷ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۳۴ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

هندوستان لپاره بومراه تر ټولو پیاوړې توپ اچونه وکړه او خپل ۱۲٫۱ اورونو کې يي ۶ وېکېټې واخیستې. محمد شامي ۲ او اېشانت شرما او جدېجا یوه یوه وېکېټه واخیسته.

هندوستان خپل دوهم وار توپ وهنې کې د رهانې او وېهاري نیمه سلیزو په مرسته ۵۴٫۴ اورونو کې خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۸ منډې جوړې کړې او وېسټ انډیز ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه.

وېسټ انډیز لپاره دوهم وار توپ اچونې کې کېماروچ ۳ او هولډر یوه وېکېټه واخیسته.

وېسټ انډیز خپل دوهم وار توپ وهنه د ۴۶۸ منډو ستر هدف په تعقیب پیل کړه خو ۵۹٫۵ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۱۰ منډې جوړې کړې او د ۲۵۷ منډو په ستر توپیر يي ماتې وخوړه.

وېسټ انډیز لپاره دوهم وار توپ وهنې کې بروکس په ۱۱۹ توپونو د نهو څلوریزو په مرسته ۵۰ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

هندوستان لپاره جدېجا او محمد شامي درې درې، اېشانت شرما ۲ او بومراه یوه وېکېټه واخیسته.

وېهاري دغې لوبې کې پیاوړې توپ وهنې له امله د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون