ټکنالوژي

اېل جي ۴۲۰۰۰ ډالره بیه لرونکی تلویزیون وړاندې کړ

اېل جي کمپنۍ خپل ستر ۸۸ انچه ۸کې (8K) اولېډ (OLED) ډوله تلویزیون چې د ۲۰۱۹ په جولايي کې يي کاروونکو ته معرفي کړی و خرڅلاو ته وړاندې کړ. دغه تلویزیون د اېل جي کمپنۍ د تاریخ تر ټولو ستر تلویزیون دی.

دغه تلویزیون داسې لوړ کیفیت لرونکې مخ‌پاڼه لري چې ۴کې (4K) ډوله مخ‌پاڼه يي هم په وړاندې زوړ او بې کیفیته ښکاري.

د ۸کې ریزلوشن لرونکو تلویزیونونو په برخه کې رقابت د ۲۰۱۹ له پیل څخه پیل شوی و او اوس هره کمپنۍ غواړي ۷۶۸۰*۴۳۲۰ پکسل لرونکي تلویزیونونه چې HDMI 2.1 څخه ملاتړ کولی شي وړاندې کړي.

د اېل جي کمپنۍ د دغه تلویزیون مخ‌پاڼه ۳۳ مېلیونه پکسله لري چې د ۱۰۸۰پي تلویزیونونو څخه ۱۶ چنده او د ۴کې تلویزیونونو څخه څلور چنده زیاته ده.

خو د دغه تلویزیون بیه دومره لوړه ټاکل شوې چې عادي او منځنۍ عاید لرونکي کاروونکي يي د پېرېدلو فکر هم نشي کولی.

د دغه تلویزیون بیه ۴۲۰۰۰ امریکايي ډالره ټاکل شوې او له نن څخه به د استرالیا، جرمني، فرانسې، انگلستان او د مریکا متحده ایالاتو بازارونو کې خرڅلاو ته وړاندې شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون