لوبې

مصباح الحق او وقار یونس د پاکستانۍ لوبډلې روزونکي وټاکل شول

د پاکستان کرېکټ بورډ مصباح الحق د دغه هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی او ټاکونکې کمېټې مشر ټاکلی او وقار یونس د توپ اچونې روزونکی په توگه په دندې گومارل شوی.

مصباح الحق د پاکستانۍ لوبډلې پخوانی لوبډلمشر و چې د نوموړي تر مشرۍ لاندې پاکستان د لنډې مودې لپاره د ټېسټ لوبې درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړی و.

د پاکستان کرېکټ بورډ خپرې شوې اعلاميي کې نن رسماً اعلان کړی چې په کرېکټ کې فساد څخه مخنیوی لپاره يي مصباح الحق ته دوه مهمې دندې سپارلي.

له دې سربېره دغې ادارې د پاکستان د ملي لوبډلې پخوانی مشر روزونکی وقار یونس هم راتلونکو دریو کلونو لپاره د توپ اچونې روزونکی ټاکلی. مصباح الحق به هم دریو کلونو لپاره د پاکستانۍ لوبډلې مشر روزونکی او د ټاکونکې کمېټې مشر وي.

پاکستان د ۲۰۱۹ نړیوال جام کې کمزورې لوبې څخه وروسته د خپلې لوبډلې ټول پخواني روزونکي له دندې گوښه کړي ول.

د دغې لوبډلې پخوانی مشر روزونکی میکي ارتر غوښتل د ۲۰۲۰ نړیوال جام پورې د پاکستانۍ لوبډلې مشر روزونکی په توگه پاتې شي خو پاکستان له نوموړي سره د قرارداد نوی کولو څخه نټه وکړه.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون