لوبې

سمېت وېراټ کولي شا ته پرېښود او لومړی مقام يي خپل کړ

تېر یو کال لپاره د بندیز له امله له لوبډلې لرې پاتې شوی استرالیايي پیاوړی توپ وهونکي سټېون سمېت یو ځل بیا لنډې مودې کې خپله وړتیا ثابته کړه او نړیواله درجه بندۍ کې يي د وېراټ کولي شا ته پرېښودلو سره د ټېسټ لوبو تر ټولو غوره توپ وهونکو مقام خپل کړه.

د کرېکټ نړیوالې شورا نړیوالو شل اوریزو، یوې ورځنیو او ټېسټ لوبو لپاره د لوبډلو او لوبغاړو نوې درجه بندي خپره کړې. دغې درجه بندۍ کې یو شمېر لوبغاړي شاتگ او یو شمېر نور بیا پرمختگ کړی.

وېراټ کولي چې له تېرو څو میاشتو څخه د ټېسټ لوبو غوره توپ وهونکی مقام باندې پاتې و یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې خپل مقام يي له لاسه ورکړی.

د انگلینډ په وړاندې اېشز ټېسټ لوبو لړۍ کې غوره او پیاوړې توپ وهنې له امله سټېون سمېت نوې درجه بندۍ کې له وېراټ کولي څخه وړاندې او لومړی مقام خپل کړی.

دا په داسې حال کې دی چې وېراټ کولي د وېسټ انډیز په وړاندې دواړو ټېسټ لوبو کې هغه ډول چې تمه ترې کېدله ښه ونه ځلېد او یو ځل په لومړی بال يي خپله وېکېټه له لاسه ورکړه.

دغې نوې درجه بندۍ پر بنسټ، وېراټ کولي دوهم، د نیوزیلینډ لوبډلمشر کېن وېلیمسن درېیم، هندي توپ وهونکی چتېشور پوجارا څلورم او د نیوزیلینډ هېنري نېکلس پنځم مقام خپل کړی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون