لوبې

نیوزیلینډ دوهمه شل اوریزه لوبه هم وگټله

د نیوزیلینډ او سریلانکا ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو د لړۍ دوهمه لوبه هم د نیوزیلینډ په بریا پای ته ورسېده. سریلانکا دغې لوبې کې په څلورو وېکېټو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه سریلانکایۍ لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

سریلانکا ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۱ منډې جوړې کړې او نیوزیلینډ ته يي د ۱۶۲ منډو هدف وټاکه.

سریلانکا لپاره ډېکوېلا په ۳۰ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۹ او فېرنینډو په ۲۵ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۷ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

نیوزیلینډ لپاره رېنس ۳، ساوتي او کوگلېجن دوه دوه او سودي یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې نیوزیلینډ ۱۹٫۴ اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د ډي گرانډوم او بروس نیمه سلیزو په مرسته ۱۶۵ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په څلورو وېکېټو وگټله.

نیوزیلینډ لپاره ډي گرانډوم په ۴۶ توپونو د دوو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۵۹ او بروس په ۴۶ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۵۳ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

سریلانکا لپاره دننجایا ۳ او اوډانا او ډي سېلوا یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون