افغانستان اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر)

د افغانستان انګور د لومړي ځل لپاره د چابهار له لارې هند ته ورسېدل

د افغانستان انګور د لومړي ځل لپاره د چابهار سوداګريز بندر له لارې هند ته ورسېدل.

که څه هم د افغانستان ډېری سوداګر شکايتونه کوي، چې انګور، خټکي، مڼې او نورې تازه مېوې يې د بازار نه شتون له امله له تاوانونو سره مخ دي، خو د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، هند ته يې د چابهار له لارې شل ټنه انګور لېږلي دي.

د سوداګرۍ وزارت وياند سمير رسا وايي، له هوايي دهليزونو وروسته د چابهار له لارې هند ته د تازه ميوو لېږد ګټور و او په راتلونکي وخت کې به هم دې لړۍ ته دوام ورکړي.

د افغانستان سوداګرۍ وزارت وايي، له تېر کال راهيسې يې هند ته د چابهار له لارې اووه سوه ټنه توکي لېږلي او په راتلونکي کې به دا لړۍ نوره هم تونده کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون