لوبې

راشد خان د ټېسټ لوبو د تاریخ تر ټولو ځوان لوبډلمشر شو

نن د افغانستان او بنگله‌دېش ترمنځ یوازینۍ ټېسټ لوبه پیل شوه، چې دغې لوبې پیلېدو سره راشد خان وتوانېد یو بل نړیوال رېکارډ هم په خپل نوم ثبت کړي.

د بنگله‌دېش په وړاندې دغې ټېسټ لوبې کې راشد خان د ملي لوبډلې مشري په غاړه لري، او په ډول نوموړی د ټېسټ لوبو په تاریخ کې د تر ټولو ځوان لوبډلمشر رېکارډ په خپل نوم ثبت کړ.

له دې وړاندې دغه نړیوال رېکارډ د زمبابوي ټټېنډا ټایبو په نوم ثبت و. نوموړی هغه مهال چې شل کاله او ۳۵۸ ورځې عمر يي درلود ټېسټ لوبو کې د زمبابوي لوبډلمشر ټاکل شوی و، خو راشد خان اوسمهال شل کاله او ۳۵۰ ورځې عمر لري.

هېره دې نه وي چې د افغانستان کرېکټ بورډ له نړیوال جام څخه وړاندې د کرېکټ لوبو مختلفو بڼو لپاره درې مختلف لوبډلمشران ټاکلي ول.

د کرېکټ بورډ دغې پرېکړې پر بنسټ راشد خان د نړیوالو شل اوریزو، گلبدین نایب نړیوالو یوې ورځنیو او رحمت شاه ټېسټ لوبو لپاره د ملي لوبډلې لوبډلمشرانو په توگه گومارل شوي ول.

خو نړیوال جام څخه وروسته، دغو مهمو سیالیو کې کمزورې لوبې له امله کرېکټ بورډ پرېکړه وکړه چې د کرېکټ ټولو بڼو کې یو لوبډلمشر ولري او په دې ډول راشد خان شل اوریزو، یوې ورځنیو او ټېسټ لوبو لپاره د ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون