لوبې

پیاوړې توپ اچونه؛ افغانستان پاکستان ته ستره ماتې ورکړه

نن افغانستان د ۱۹ – کلنو اسیا جام سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه د پاکستان په وړاندې ترسره کړه. دغې لوبې کې چې شیبه وړاندې پای ته ورسېده افغانستان د پاکستان لوبډلې ته د پیاوړې توپ اچونې پر مټ د ۸۵ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د پاکستان ۱۹ – کلنو لوبډلې وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

د افغانستان ۱۹ – کلنو لوبډلې د توپ وهنې په برخه کې ډېره کمزورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ټاکل شوو ۴۶ اورونو کې يي خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۲ منډې جوړې کړې.

افغانستان لپاره فرهان زاخېل په ۳۹ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۱۹، صدیق الله اتل په ۴۲ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۹، رحمان الله په ۶۶ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۲۷، ننگیالی په ۳ توپونو ۳، اصف په ۲۲ توپونو ۲، شفیق الله په ۲۰ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۱۳، محمد اسحاق په ۲۲ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۱۲، عابدالله په ۳ توپونو د یوې شپږیزې په مرسته ۷ او فضل الحق په ۵ توپونو له کومې منډې جوړولو پرته وسوځېدل. جمشید خان په ۴۲ توپونو د یوې شپږیزې په مرسته ۱۷ او نور احمد په ۱۳ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۷ منډو جوړولو سره ناسوځېدلي پاتې شول.

پاکستان ۱۹ – کلنو لوبډلې لپاره فرهاد منیر او امر علي درې درې، عباس افریدي ۲ او نسیم شاه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې د پاکستان ټول توپ وهونکي د افغانستان د پیاوړې او بریدگر توپ اچونې په وړاندې بې وسه ثابت شول او ۱۹٫۴ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۷۸ منډې جوړې کړې.

پاکستان لپاره روهېل نذیر په ۲۵ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۱۶ او عرفان خان په ۳۰ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۱۹ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول او پاتې ټول توپ وهونکي يي له لسو څخه په لږو منډو وسوځېدل.

افغانستان لپاره ټولو توپ اچونکو پیاوړې او بریالۍ توپ اچونه وکړه او له خپل ټیټ هدف څخه يي دفاع وکړه. افغانستان لپاره شفیق الله غفاري ۳، فضل حق، عابدالله تڼیوال او نور احمد دوه دوه او جمشید خان یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون