ټکنالوژي

لامبورگیني خپل تر ټولو چټک او پیاوړی هایبرېډ موټر وړاندې کوي

د ورزشي او ځانگړی ډیزاین لرونکو موټرونو تر ټولو مشهورې اېټالوۍ کمپنۍ «لامبورگیني» د نړۍ تر ټولو چټک او پیاوړی هایبرېډ/د بېټرۍ په چارج چلېدونکی موټر جوړ کړی چې نژدې راتلونکې کې به يې مینه‌والو ته وړاندې کړي.

د لامبورگیني دغه پیاوړی او چټک هایبرېډ موټر به راتلونکې اوونۍ د جرمني په فرانکفورټ کې د موټرو د یوې نړیوالې غونډې په ترڅ کې په رسمي ډول معرفي شي.

دغه موټر یوازې په درې ثانیو کې ۶۰ کیلو متره في ساعت سرعت اخلي او تر ټولو مهمه ځانگړنه يې دا ده چې د تاریخ تر ټولو پیاوړی او کلک هاېبریډ موټر هم بلل کېږي.

د لامبورگیني په وینا دغه موټر نړۍ کې تر ټولو چټک هایبرېډ موټر دی چې تر ټولو لوړ سرعت يې ۲۱۷ کیلو متره في ساعت ته رسېږي.

لامبورگیني کمپنۍ خپل دغه موټر «سیان (Sián)» نومولی. سیان په اصل کې اېټالیا کې د یوې کلي نوم دی.

لامبورگیني کمپنۍ وايي چې په لومړي ګام کې د دې موټر د خرڅلاو لپاره يې یوازې ۶۳ سیان نومې دغه چټک موټر جوړ کړي چې ټول یې له وړاندې څخه پلورل شوي هم دي.

تر اوسه د دغه موټر د بیې اړوند څه نه دي ویل شوي، خو داسې انگېرل کېږي چې بیه به يې په لکونو امریکايي ډالره وي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون