ټکنالوژي

د ۲۰۱۹ کال د ایفونونو نومونه به څه وي؟

اپل کمپنۍ اعلان کړی چې د سپټمبر په ۱۰مه د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې خپل د ۲۰۱۹م کال ایفونونه معرفي کوي، خو د دغې غونډې څخه وړاندې د دغو ځیرکو موبایلونو تقریباً ټول اړین معلومات هم افشا شوي دي.

له دې وړاندې د دغو ځیرکو موبایلونو د نومونو اړوند هېڅ ډول معلومات نه وو، خو اوس دغه معلومات هم افشا شول.

اپل کمپنۍ په ۲۰۱۷ کې د ایفون ځیرکو موبایلونو د ۱۰ کلونو د بشپړېدو له امله له ایفون۸ څخه وروسته ایفون۹ پر ځای ایفون اېکس (۱۰) وړاندې کړ، چې له هغې وروسته تېر کال د دغو ځیرکو موبایلونو درې مختلفې بڼې د ایفون اېکس ار، ایفون اېکس اېس او ایفون اېکس اېس مکس په نومونو بازار ته وړاندې کړل.

خو دا چې ۲۰۱۹ کې اپل کمپنۍ خپلو ایفونونو ته څه نومونه غوره کړي معلومه نه وه، او له دې وړاندې داسې انگېرل کېده چې دغه ځیرک موبایلونه به ایفون۱۱، ایفون۱۱ پرو او ایفون۱۱ پرو مکس ونومول شي.

خو اوس افشا شوي معلومات ښيي چې دغه ځیرک موبایلونه به ایفون۱۱، ایفون۱۱ پرو او ایفون۱۱ ار په نومونو نړیوالو بازارونو ته خرڅلاو ته وړاندې شي.

اپل کمپنۍ تر دې دمه د ایفونونو اړوند د افشا شویو معلومات په اړه څه نه دي ویلي، خو په تېرو کلونو کې هر ځل ټول افشا شوي معلومات کره ثابت شوي. دا چې د ۲۰۱۹ ایفونونو اړوند افشا شوي معلومات څومره کره دي، د سپټمبر په ۱۰مه به څرگنده شي.

کاروونکي او مینه وال د اپل کمپنۍ دغه رسمي غونډه له یوټیوب څخه په ژوندۍ بڼه هم کتلی شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون