لوبې

محمد نبي له ټېسټ لوبو استعفا کوي

مشهور افغان الراونډر، محمد نبي، د افغانستان کرېکټ بورډ ته خبر ورکړی چې د بنگله‌دېش په وړاندې روانې ټېسټ لوبې څخه وروسته له ټېسټ لوبو استعفا کوي.

په دې اړه د ملي لوبډلې مدیر جار عبدالرحمیزی تاییده کړه چې محمد نبي غواړي ټېسټ لوبو کې ځوانو لوبغاړو ته فرصت ورکولو په موخه دغو لوبو څخه استعفا وکړي. نوموړي زیاته کړه چې محمد نبي به محدودو اورونو کې لوبېدو ته ادامه ورکړي.

د محمد نبي د استعفا اړوند د ملي لوبډلې مدیر ښاغلی عبدالرحیمزی وویل: «محمد نبي ډېر ژر دغه پرېکړه وکړه، دا د نوموړی درېیمه ټېسټ لوبه ده چې د نوموړي دغې پرېکړې څخه وروسته به يي وروستۍ ټېسټ لوبه وي. هیله لرم چې ښه ولوبېږي. هغه راته وویل چې نوو لوبغاړو ته فرصت ورکولو لپاره ټېسټ لوبو څخه استعفا کوي، خو یوې ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې به د افغانستان لپاره لوبې ته ادامه ورکړي.»

محمد نبي د کرېکټ له پیل څخه د افغانستان یو له تر ټولو مشهورو او مهمو څېرو شمېرل کېږي. نوموړی د افغانستان لپاره ډېر ښې لوبې کړي، چې له امله يي تقریباً د نړۍ ټولو لیگونو کې اخیستل شوی او لوبېدلی دی.

تېرو څو کلونو څخه محمد نبي د انډین پرېمیر لیگ او بېگ بش لیگ په گډون د نړۍ مشهورو لیگونو مهمه برخه ده او خپلې پیاوړې لوبې له امله ځانگړی شهرت او مینه‌وال لري.

محمد نبي اوسمهال د بنگله‌دېش په وړاندې ټېسټ لوبې کې لوبېږي. نوموړی که څه هم توپ وهنې کې له کومې منډې جوړولو پرته خپله وېکېټه له لاسه ورکړه، خو لومړی پړاو توپ اچونې کې يي افغانستان لپاره درې مهمې وېکېټې واخیستې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون