لوبې

د ملېنگا په ۴ توپونو ۴ وېکېټې سریلانکا بریا ته ورسوله

د سریلانکا او نیوزیلینډ ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو وروستۍ لوبه د سریلانکا په بریا پای ته ورسېده. نیوزیلینډ دغې لوبې کې په ۳۷ منډو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه سریلانکا وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

سریلانکا د کمزورې توپ وهنې پایله کې ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۲۵ منډې جوړې کړې او نیوزیلینډ ته يي د ۱۲۶ منډو اسانه هدف وټاکه.

سریلانکا لپاره گوناتیلاکا په ۲۵ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۳۰، ډېکوېلا په ۱۵ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۲۴ او مډوشنکا په ۲۳ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۲۰ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

نیوزیلینډ لپاره سانټنر او اسلې درې درې او کوگلېجن یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې د نیوزیلینډ توپ وهونکي د لاسېت ملېنگا پیاوړې توپ اچونې په وړاندې بې وسه ثابت شول او ۱۶ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۸۸ منډې جوړې کړې.

نیوزیلینډ لپاره ټېم ساوتي په ۲۳ توپونو د دریو شپږیزو په مرسته ۲۸ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

سریلانکا لپاره لاسېت ملېنگا لوبه گټونکې توپ اچونه وکړه او خپل ۴ اورونو کې يي یوازې ۶ منډو ورکولو سره يي ۵ مهمې وېکېټې واخیستې چې یو هټرېک هم په کې شامل و. دننجایا ۲ او سنډاکن او ډي سېلوا یوه یوه وېکېټه واخیسته.

د دریو شل اوریزو لوبو د دغې لړۍ لومړي دوه لوبې نیوزیلینډ گټلې وې، او په دې ډول د وروستۍ لوبې بایللو سربېره يي د لوبو دغه لړۍ ۲ – ۱ توپیر سره وگټله.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون