روغتيا او ژوند

ایا تاسې هم له ۸ ساعتونو زیات خوب کوئ؟

ویل کېږي چې د شپې ۸ ساعته خوب د غوره روغتیا لپاره اړین دی، خو ایا پوهېدئ چې له ۸ ساعتونو زیات خوب کول د غوره روغتیا نښه نه ده او ډېر خطرناک ثابتېدای شي؟

په دې وروستیو کې امریکا کې ترسره شوې څېړنې کې ادعا شوې چې ډېر زیات خوب د فلج د حملې خطر زیاتوي.

دغې څېړنې کې ویل شوې چې د لږ خوب تر څنگ له اندازې زیات خوب کولو عادت هم وژونکی ثابتېږي او انسان په ناوړه او وژونکو ناروغیو اخته کولی شي.

په دې څېړنې کې ویل شوې چې هغو کسانو کې چې له ۸ ساعتونو څخه د زیات خوب کولو عادي وي په فلج د اخته کېدو خطر د عادي کسانو په پرتله دوه برابره زیاته وي.

د دې څېړنې پر بنسټ، هغه کسان چې د شپې له لوري له ۶ ساعتونو څخه د لږ خوب کولو عادت لري، په هغوی کې په فلج د اخته کېدو خطر ۴ برابره زیات وي ځکه چې دغه عادت د ماغزو مختلفو برخو ته د وینې رسول اغېزمنوي.

په ۱۰۰۰۰ کسانو ترسره شوې دغې څېړنې کې ویل شوي چې د شپې غوره او مناسبه اندازه خوب د انسان روغتیا لپاره ډېر اړین دی خو له اندازې زیات خوب د وینې فشا او فلج خطر ۴۶ سلنه پورې زیاتوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون