ټکنالوژي

سوني خپل نوی پیاوړی ځیرک موبایل معرفي کړ

سوني کمپنۍ خپل نوی پیاوړی ځیرک موبایل، اکسپریا ۵، معرفي کړ. دغه ځیرک موبایل په جرمني کې د ټکنالوژي ای اېف اې نومې نندارتون کې کاروونکو ته معرفي شو.

دغه ځیرک موبایل ۶٫۱ انچه او اېل اي ډي (OLED) ۲۵۶۰*۱۰۸۰ زیزلوشن لرونکې مخ‌پاڼه لري چې په مرسته يي اېچ ډي ار څخه هم ملاتړ کوي.

د کمپنۍ په وینا دغه ځیرک موبایل له ډولبي اټموس څخه ملاتړ کوي.

شاتنۍ برخې کې ۳ کامرې لري چې اصلي کامره يي ۱۲ مېگاپکسله او ۱٫۶ اپرېچر لري. له دې سربېره ټېلي اسکوپک او وایډ اېنگل لېنزونه هم لري.

پدغه ځیرک موبایل کې د کوالکوم کمپنۍ سنپ ډراگن پروسېسر ورکړل شوی او رم اړوند يي تر اوسه څه نه دي ویل شوي.
د دغه ځیرک موبایل بیې اړوند هم څه نه دي ویل شوي، خو دومره جوته شوې د راتلونکې اوونۍ به اروپا کې خرڅلاو ته وړاندې شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون