لوبې

۱۹ – کلنو اسیا جام؛ افغانستان نیمه پایلوبې ته لار وموند

افغانستان د ۱۹ – کلنو اسیا جام سیالیو په لړ کې خپله دوهمه لوبه د کوېټ په وړاندې ترسره کړه. دغې لوبې کې افغان ۱۹ – کلنو لوبډلې د کوېټ ۱۹ – کلنو لوبډلې ته په ۷ وېکېټو ماتې ورکړه او د دغه جام نیمه پایلوبې ته يي لار وموند.

د لوبې پچه افغان ۱۹ – کلنو لوبډلې وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

د کوېټ ۱۹ – کلنو لوبډلې د کمزورې توپ وهنې او د افغانستان پیاوړې توپ اچونې پایله کې ۲۷٫۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۸۵ منډې جوړې کړې.

د کوېټ ۱۹ – کلنو لوبډلې لپاره میت باوسر په ۴۱ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۲۰ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

افغانستان لپاره ټولو توپ اچوونکو پیاوړې توپ اچونه وکړه. شفیق الله غفاري ۳، فضل حق او نور احمد دوه دوه او عبدالرحمن یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې د افغانستان ۱۹ – کلنو لوبډلې درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۲٫۵ اورونو کې ۸۶ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په ۷ وېکېټو وگټله.

افغانستان لپاره فرهان زاخېل په ۳۷ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۳۸ ناسوځېدلي منډې او رحمن الله په ۲۸ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۲۸ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

د کوېټ ۱۹ – کلنو لوبډلې لپاره سنجیف نایر، فیض قریشي او عبدالصادق یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون