لوبې

۱۹ – کلنو اسیا جام؛ پاکستان له سیالیو بهر شوه

پاکستان د اسیا جام سیالیو په لړ کې خپله دوهمه لوبه د هندوستان په وړاندې ترسره کړه او دغې لوبې بایللو سره د سیالیو دغې لړۍ څخه بهر شوه.

د لوبې پچه د هندوستان ۱۹ – کلنو لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

هندوستان د ارجون ازاد او تېلک ورما پیاوړې توپ وهنې او سلیزو په مرسته ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۰۵ منډې جوړې کړې.

هندوستان لپاره ارجون ازاد په ۱۱۱ توپونو د یولسو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۱۲۱ او تېلک ورما په ۱۱۹ توپونو د لسو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۱۰ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

پاکستان لپاره نسیم شاه او عباس افریدي درې درې او عامر علي او محمد عامر یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې پاکستان ۴۶٫۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د روهېل نذیر سلیزې په مرسته ۲۴۵ منډې جوړې کړې او د ۶۰ منډو په ستر توپیر يي ماتې وخوړه.

پاکستان لپاره روهېل نذیر په ۱۰۸ توپونو د دولسو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۱۱۷ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه. حارث خان هم په ۵۳ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۳ منډو جوړولو سره ښه وځلېد.

هندوستان لپاره انکولېکر ۳، پټېل او مېشرا دوه دوه او اکاش سېنگ او کرن لال یوه یوه وېکېټه واخیسته.

پاکستان د ۱۹ – کلنو اسیا جام کې خپلې لومړۍ لوبې کې له افغانستان څخه په ۸۵ منډو ماتې خوړلې وه. دوهمې لوبې کې هندوستان څخه ماتې خوړلو څخه وروسته د ۱۹ – کلنو اسیا جام څخه بهر شوه.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون