سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

پاکستان: د امریکا او طالبانو خبرې بايد بېرته پيل شي

د پاکستان له بهرنيو چارو وزارت د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستيو څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي، د افغانستان سولې په اړه د امریکا او طالبانو درېدلې خبرې باید بېرته پيل شي.

د پاکستان له بهرنيو چارو وزارته په خپره شوې ويناپاڼه کې راغلي، د افغانستان جګړه له پوځي لارې نه شي حل کېدی او باید د امریکا او طالبانو په ګډون ټول ښکېل لوري د روان بحران سياسي حل لپاره په ګډه هلې ځلې وکړي.

اسلام اباد وايي، د افغانستان قضيې سياسي او سوله‌ييز حل لپاره يې پخوا هم په اخلاص منډې ترړې کړي او اوس هم له کابل او واشنګټن سره په ګډه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت محمد فیصل ويلي، هېواد يې په افغانستان کې د روان تاوتريخولي غندنه کوي او له ټولو خواوو غواړي، چې بايد د پوځي فشارونو او جګړو پر ځای روان کړکېچ ته سياسي حل ولټوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون