لوبې

اېشز؛ انگلینډ له استرالیا څخه په ۱۸۵ منډو ماتې وخوړه

د اېشز ټېسټ لوبو د لړۍ څلورمه لوبه هم استرالیا وگټله او په دې ډوله د سږکال د اېشز اتلولي يي هم خپله کړه. دغې لوبې کې استرالیا د انگلینډ لوبډلې ته د ۱۸۵ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د استرالیا لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

استرالیا خپل لومړی پړاو توپ وهنې کې د سمېت او نورو توپ وهونکو پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۱۲۶ اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۴۹۷ منډې جوړې کړې او انگلینډ ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه.

استرالیا لپاره سمېت په ۳۱۹ توپونو د ۲۴ څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۲۱۱ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه وکړه. لبوسچانې په ۱۲۸ توپونو د لسو څلوریزو په مرسته ۶۷، پېن په ۱۲۷ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۵۸ او سټارک په ۵۸ توپونو د اوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۵۴ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره هم ښه وځلېدل.

انگلینډ لپاره براډ ۳، لیچ او اوورټن دوه دوه او روټ یوه وېکېټه واخیسته.

انگلینډ خپل لومړی پړاو توپ وهنې کې د برنز او روټ پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۱۰۷ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۰۱ منډې جوړې کړې.

انگلینډ لپاره برنز په ۱۸۵ توپونو د نهو څلوریزو په مرسته ۸۱ او روټ په ۱۶۸ توپونو د لسو څلوریزو په مرسته ۷۱ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

استرالیا لپاره هذلووډ ۴ او سټارک او کمېنس درې درې وېکېټې واخیستې.

استرالیا خپل دوهم وار توپ وهنې کې د سمېت پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۴۲٫۵ اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۸۶ منډې جوړې کړې او انگلینډ ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه.

استرالیا لپاره دوهم پړاو توپ وهنې کې بیا هم سمېت په ۹۲ توپونو د یولسو څلوریزو په مرسته ۸۲ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

انگلینډ لپاره ارچر ۳، براډ ۲ او لیچ یوه وېکېټه واخیسته.

انگلینډ خپل دوهم پړاو توپ وهنه د ۳۸۳ منډو ستر هدف په تعقیب پیل کړه، خو ۹۱٫۳ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۹۷ منډې جوړې کړې او د ۱۸۵ منډو په ستر توپیر يي ماتې وخوړه.

انگلینډ لپاره یوازې ډنلي په ۱۲۳ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۵۳ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

استرالیا لپاره کمېنس ۴، هذلووډ او لاین دوه دوه او سټارک او لبوسچانې یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون