سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

واشنګټن پوسټ: د امریکا حکومت داخلي اختلافاتو له امله له طالبانو سره خبرې لغوه شوي

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي، له طالبانو سره د سولې په اړه د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو او د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار جان بولټن ترمنځ اختلافات راغلي دي او له همدې امله ولسمشر ټرمپ دا خبرې لغوه کړې.

د ورځپاڼې په باور د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره روانې خبرې له دې امله نه دي لغوه کړي، چې طالبانو په کابل کې د يوه امریکايي پوځي سربېره دولس نور کسان وژلي، بلکې لامل يې د امریکايي لوړپوړو چارواکو ترمنځ داخلي اختلافات وو.

ورځپاڼه وايي، له طالبانو سره د سولې خبرو په اړه يو شمېر امريکايي چارواکو شکونه درلودل، خو د ملي امنيت سلاکار جان بولټن پر مايک پامپيو تور پورې کاو، چې د افغانستان قضيې په اړه يې د پرېکړې له ټول بهيره دی څنډې ته ساتلی دی.

واشنګټن پوسټ تېره اوونۍ هم په یوه راپور کې ويلي و، چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې بهير په اړه د ملي امنيت سلاکار څنډې ته کړی او د هغه مشورې نه مني.

د ورځپاڼې په باور جان بولټن له هېواده بهر د امریکايي پوځيانو د خپرولو پلوی دی او نه غواړي، چې امریکا خپل عسکر له افغانستانه راوباسي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون