لوبې

۱۹ – کلنو اسیا جام؛ افغانستان له هندوستان څخه ماتې وخوړه

نن د ۱۹ – کلنو اسیا جام سیالیو په لړ کې افغانستان خپله درېیمه لوبه د هندوستان په وړاندې ترسره کړه. دغې لوبې کې د افغانستان ۱۹ – کلنو لوبډلې کمزورې توپ وهنې پایله کې له هندوستان څخه په دریو وېکېټو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه افغانستان وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

افغانستان ۴۰٫۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د کمزورې توپ وهنې پایله کې یوازې ۱۲۴ منډې جوړې کړې او هندوستان ته يي د ۱۲۵ منډو هدف وټاکه.

افغانستان لپاره عابدالله په ۶۰ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۹، فرهان په ۲۷ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۲۹ او صدیق الله اتل په ۴۰ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۵ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

هندوستان لپاره مېشرا ۵، انکولېکر ۴ او تیاگي یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې افغان توپ اچونکو هندوستان ته په اسانۍ سره د ټاکل شوی هدف د پوره کېدو اجازه ورنکړه او هندوستان ۳۸٫۴ اورونو کې خپل اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۲۸ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په دریو وېکېټو وگټله.

هندوستان لپاره راوت په ۴۵ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۲۹، ارورا په ۷۵ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۲۹ او ارجون ازاد په ۲۰ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۲۱ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

افغانستان لپاره نور احمد ۴، شفیق الله غفاري ۲ او جمشېد خان یوه وېکېټه واخیسته.

د یادونې ده چې افغانستان لومړۍ لوبې کې پاکستان او دوهمې لوبې کې کوېټ ته سترې ماتې ورکولو سره له وړاندې څخه د ۱۹ – کلنو اسیا جام نیمه پایلوبې ته لار موندلې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون