ټکنالوژي

موټرولا پیاوړې ځانگړنې، خو ارازنه بیه لرونکی ځیرک موبایل معرفي کړ

موټرولا خپل موټرولا زوم (Motorola Zoom) نومې نوی ځیرک موبایل معرفي کړی چې د پیاوړو ځیرکو موبایلونو ته ورته ځانگړنې لري خو بیه يي ټیټه ټاکل شوې.

موټرولا کمپنۍ خپل دغه ځیرک موبایل د جرمني په برلېن کې د ټکنالوژي ای اېف اې غونډې په جریان کې معرفي کړ. دا د موټرولا کمپنۍ لومړنۍ څلور کامرې لرونکی ځیرک موبایل دی.

دغه ځیرک موبایل ۶٫۴ انچه او اېل اې ډي ډوله ناچ لرونکې مخ‌پاڼه لري.

موټرولا زوم کې ۴۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې ستره بېټرۍ ورکړل شوې چې ۱۸ واټ ټربو پاور چټک چارج څخه ملاتړ کوي او عادي کارولو په صورت کې دوه ورځې پورې چارج ساتلی شي.

سنپ ډراگن ۶۷۵ ډوله پروسېسر، ۴ گېگابایټ رم، ۱۲۸ گېگابایټ فایل ثبتونې وړتیا، یو اېس بي – سي پورټ، هېډفون جک او انډرایډ ۹ عامل سیستم د دغه ځیرک موبایل نورو پیاوړو ځانگړنو څخه دي.

خو د دې ځیرک موبایل تر ټولو غوره ځانگړنه څلور کامرې لرل دي.

اصلي کامره يي ۴۸ مېگاپکسله وړتیا لري چې په کې د او ای اېس او نایټ وېژن موډ هم ورکړل شوي، له دې سربېره ۸ مېگاپکسله ټېلې فوټونو لېنز، ۳ اېکس اپټېکل او ۱۰ اېکس هایبرېډ زوم هم لري.

درېیمه کامره يي ۱۶ مېگاپکسله الټراوایډ اېنگل لینز دی چې ۱۱۷ درجو پورې تصویر اخیستلی شي او ۵ مېگاپکسله ډېپت سېنسر بیا فوکس لرونکو تصویرونو کیفیت غوره کولو لپاره په کې ورکړل شوی.

مخکینۍ برخې کې ۲۵ مېگاپکسله کامره لري چې ۴کې الټرا اېچ ډي وېډیو د ثبتولو وړتیا لري.

د دغه ځیرک موبایل بیه ۴۵۰ امریکايي ډالره ټاکل شوې او اوسمهال یوازې اروپا کې خرڅلاو ته وړاندې شوی. موټرولا کمپنۍ ژمنه کړې چې دغه ځیرک موبایل به ډېر ژر نورو هېوادونو کې هم خرڅلاو ته وړاندې کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون