افغانستان سلايډ (فيچر)

تخار: طالبانو خواجه غار ولسوالۍ نيولې او پر ينګي قلعه ولسوالۍ نښته روانه ده

د تخار ولايت امنيتي سرچينې وايي، وسله‌والو طالبانو خواجه غار ولسوالۍ نيولې او پر ينګي قلعه ولسوالۍ يې بریدونه پيل کړي، چې اوس مهال د وسله‌والو له لوري کلابنده ده.

د خواجه غار ولسوال محمد عمر ويلي، د ولسوال مرکز او شاوخوا ودانۍ د طالبانو په لاس کې دي.

ولسوال زياته کړې، سيمې ته کومکي ځواکونه رسېدلي او له وسله‌والو سره په نښته کې شپږ سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د تخار د پوليسو مشر وايي، پر ينګي قلعه ولسوالۍ يې د طالبانو برید په شاتمبولی دی.

طالبانو د دې بریدونو مسووليت منلی دی.

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد په خپل ټويټ کې ويلي، خواجه غار ولسوالۍ يې نيولې او ينګي قلعه يې کلابنده کړې.

تېره ورځ هم طالبانو په کندوز کې دشت ارچي او قلعه زال ولسوالۍ او همدارنګه په بغلان کې ګزرګاه ولسوالۍ هم نيولې وه.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون