افغانستان سلايډ (فيچر)

عبدالله: د سولې چانس له لاسه ووت

د ملي يووالي حکومت اجراييه رييس عبدالله عبدالله ويلي، د افغانستان سولې او مذاکراتو په اړه لاسته راغلی فرصت ضايع شو.

د عبدالله اشاره د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغو څرګندونو ته وه، چې دوه ورځې وړاندې يې په يوه ټويټ کې له طالبانو سره خبرې اترې لغوه کړې.

ډاکټر عبدالله نن په کابل کې د جمعيت اسلامي د وژل شوي قومندان احمد شاه مسعود اتلسم تلين په مناسبت غونډې وويل، چې د سولې چانس له لاسه وتلی او اوس يو ځل بيا لومړيو کلونو په څېر سولې ته له سره کار کول په کار دي.

هغه وويل، چې «جګړه د هېچا په ګټه نه ده، د سولې لپاره ډېرې قربانۍ ورکړل شوي، خو تاسې به حتما وروستي خبرونه اورېدلي وي او متاسفانه موږ يو ځل بيا له سولې سره په دومره واټن کې يو، چې څو کاله مخکې وو.»

احمد شاه مسعود د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په نهمه د دوو بریدګرو له لوري ووژل شو، چې ځانونه يې عرب خبريالان معرفي کړي وو او چاوېدونکي توکي يې په کامره کې ځای پر ځای کړي وو.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون