تېره اوونۍ د طالبانو له لوري د کابل پر ګرين ويليج سيمه له خونړي برید وروسته جرمني عسکرو په افغانستان کې خپل فعاليتونه او پوځي ماموريت درولی دی.
د جرمني شپيګل مجلې د باخبره سرچينو په حواله ليکلي، چې جرمني خپلې مرستندویه ډلې او عسکر له کابله ويستلي دي.
د راپور پر بنسټ دغه جرمني پوځيان له افغانستانه ويستل شوي او ځينې مزار شريف ته لېږدول شوي، چې نسبتا خوندي ښار ګڼل کيږي.
پر ګرين ويليج موټربم او ورپسې ډلهييز برید کې د بهرنيانو شل دفترونه ويجاړ شوي وو او د نظاميانو سربېره د سيمې خلکو ته هم په کې مالي او ځاني زيانونه اوښتي وو.
طالبانو د دې برید مسووليت منلی و او د لسګونو بهرنيانو د وژلو ادعا يې کړې وه.
له دې برید دوه ورځې وروسته طالبانو د کابل ښار په نهمې حوزې کې عبدالحق څلور لارې ته څېرمه شش درک سيمه کې د بهرنيانو پر کتار موټربم برید کړی و، چې دوه د ناټو عسکر او دوولس ملکيان په کې وژل شوي وو، خو طالبانو ويلي و، د ناټو درې موټر يې ويجاړ کړي او دوولس بهرنيان يې وژلي دي.
له دغه برید دوه ورځې وروسته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې بندې کړي او لامل يې په شش درک سيمه کې د يوه امریکايي عسکر وژل بللي دي.
څرگندون