افغانستان سلايډ (فيچر)

طالبانو د تخار ینګي قلعه ولسوالي ونیوله

د تخار امنیتي سرچینو تائید کړه چې وسله والو طالبانو له سختې جګړې او محاصرې وروسته نن سهار د ینګي قلعه ولسوالي په بشپړ ډول سقوط کړې.

د حبیب عزیزي په نوم یو تخار مېشتي خبریال وایي چې په ینګي قلعه ولسوالي کې لومړی ځل د طالبانو سپین بیرغ پر مرکزي چوک ودرول شو او دواړو لورو ته ډېره لږ مرګ ژوبله اوښتې.

نوموړی زياتوي چې په دې نښته کې یوازې یو سرتېری وژل شوی او څلور عرادې رینجر موټر او یو شمېر وسلې چې په امنيه قومندانۍ کې وې د طالبانو لاس ته ورغلي.

بل پلو د وسله والو طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد په يوې خبرپاڼه کې ويلي چې د ینګي قلعه ولسوالي او ټول اړونده ودانۍ او بازار یې نیولی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون