سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

ټرمپ: له طالبانو سره نور خبرې نه کوو

د امریکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرو لغوه کولو په تعقیب يو ځل بيا ويلي، چې نور له طالبانو سره خبرې نه کوي، خو بيا له افغانستانه د خپلو پوځيانو د ويستلو په فکر کې دی.

ټرمپ په سپينه ماڼې کې خبريالانو ته ويلي، له طالبانو سره د سولې خبرې مړې شوې او تر کومه ځايه، چې زما اړيکه ده، دا خبرې نورې نه کيږي.

د امریکا ولسمشر زياته کړې، چې د سپينې ماڼۍ او پنټاګون چارواکي له افغانستانه د امریکايي پوځيانو په وتلو کار کوي.

د يادونې وړ ده، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه تقریبا بشپړه شوې وه، خو درې ورځې وړاندې ولسمشر ټرمپ په يوه ټويټ کې له طالبانو سره د سولې روانې خبرې لغوه کړې او طالبان په يې په کابل کې د يوه امریکايي عسکر د وژلو له امله جګړه خوښوونکي وبلل.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون