افغانستان سلايډ (فيچر)

تخار: درقد ولسوالۍ هم د طالبانو په لاس سقوط شوه

د تخار ولايت ځايي چارواکي وايي، له ينګي کلا وروسته درقد ولسوالۍ هم تېره شپه د طالبانو په لاس سقوط شوې ده.

د تخار ولايت وياند جواد جوهري وايي، له څو ساعته نښتې وروسته امنيتي ځواکونه اړ شول، چې له ولسوالۍ شاتګ وکړي.

د جوهري په وينا د ملکيانو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره امنيتي ځواکونه له درقد ولسوالۍ ووتل.

له تېرې ورځې راهيسې په تخار کې دا درېيمه ولسوالۍ ده چې سقوط کوي.

تېره ورځ خواجه غار او ينګي کلا او ورپسې د شپې ناوخته درقد ولسوالۍ هم طالبانو ونيوله.

د تخار ولايتي شورا وکيلان وايي، طالبانو د درقد ولسوالۍ مرکز له نيولو وروسته سوځولی دی.

له تېرو دوو اوونيو راهيسې طالبانو په شمال کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی، د تېرو څو ورځو په ترڅ کې يې د کندوز دشت ارچي او قلعه ذال او همدارنګه د بغلان ګذرګاه ولسوالۍ نيولي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون