افغانستان سلايډ (فيچر)

طالبان: د امریکا له مرکچي پلاوي سره په اړيکه کې يو او رسمي ځواب مو ترې غوښتی

د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين وايي، د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ څرګندونو سربېره د امريکا له مرکچي پلاوي سره په اړيکې کې دي او په دې اړه يې له هغوی سره خپلې اندېښنې شريکې کړي دي.

سهيل شاهين د طالبانو له رسمي رسنيز کانال «الاماره» ويب پاڼې سره په مرکه کې ويلي، د امریکا مرکچي پلاوی لا هم له دوی سره په اړيکې کې دی او طالبانو ترې د رسمي ځواب غوښتنه کړې ده.

د طالبانو وياند وايي، امريکا اړ ده، چې د سولې خبرو ته بېرته راستنه شي او پر خپلو ژمنو وفا وکړي.

دا په داسې حال کې، چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې درولي او تېره ورځ يې يو ځل بيا ويلي و، چې طالبانو سره د خبرو فرصت مړ شوی او نور به هېڅکله له طالبانو سره خبرې ونه کړي، خو په مناسب وخت کې به خپل عسکر له افغانستانه وباسي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون