سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د امریکا ولسمشر د ملي امنيت سلاکار له دندې لرې کړ

د امریکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپل ټويټ کې د ملي امنيت سلاکار جان بولټن له دندې ګوښه کړی دی.

ټرمپ په خپل ټويټ کې ويلي، چې ده له جان بولټن څخه استعفا غوښتې وه او نن ورته ورسېده.

ولسمشر ټرمپ په خپل ټويټ کې ويلي، چې ما جان بولټن ته ويلي و، نور يې په سپينه ماڼۍ کې د خدمت اړتيا نه شته؛ ځکه د هغه له ډېرو نظرونو او مشورو سره زما اختلاف و.

خو جان بولټن په خپل ټويټ کې ويلي، تېره شپه يې ولسمشر ته وويل، دی غواړي استعفا وکړي، خو ټرمپ ورته وویل، چې په دې به سبا خبرې وکړو او بالاخره يې د ټويټ له لارې د هغه د استعفا اعلان وکړ.

امریکايي رسنۍ وايي، جان بولټن وروسته تر هغه له دندې ګوښه شوی، چې د ټرمپ په اداره کې له طالبانو سره د خبرو په اړه اختلافات زيات شوي او بولټن د دې خبرو تر ټولو زيات مخالف و.

جان بولټن د ۲۰۱۸ په اپرېل مياشت کې د ولسمشر ټرمپ د ملي امنيت سلاکار ټاکل شوی و، هغه ۵۲۰ ورځ خپله دنده ترسره کړه او نن يې د ولسمشر په امر خپله دنده پرېښوده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون