افغانستان سلايډ (فيچر)

د بشر حقونو کمېسیون: د میدان وردګ د وروستي هوايي برید قربانیان ټول ملکي وګړي دي

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون تائید کړه، چې د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالي د تنګي درې د وړمې ورځې په هوايي برید کې وژل شوي اووه تنه ټول ملکي وګړي دي او دا برید یې په سختو ټکو غندلی دی.

د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون زیاتوي چې د دوی موندنې ښيې هغه هوايي بريد چې تيره يکشنبه پر يوه موټر تر سره شو قربانيان يې ټول ملکي وګړي وو دوی دا بريد غندلی هم دی. د دغه کمیسیون په وینا وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي او نږدې خپلوان وو چې له یوې مېلمستیا راستنېدل.

د دغه کمېسیون ویاند او کمېشنر شکر الله مشکور ويلي اوس له څېړنو وروسته کمیسیون غواړي چې بهرنیو ځواکونه د قربانیانو له کورنیو بخښنه وغواړي او د هغوی خپلوانو ته غرامت ته ورکړي.

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په وروستیو کې د افغان او نړیوالو ځواکونو او وسله والو طالبانو په بریدونو او عملیاتو کې د پخوا پر تله ډېره مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوښتې ده.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون کمیشنر او ویاند شکر الله مشکور وايي په دې اړه یې له بهرنیو ځواکونو سره خبرې پيل کړې دي او دوی اړ دي چې د یادو کورنیو زیانونه جبران کړي. د مشکور په خبره بهرني ځواکونه نه یوازې دا چې د زیانمنو کورنیو زیانونه ورکوي، بلکې ددې ژمنه به هم کوي چې نور د ورته پېښو له تکرار مخنیوی کوي.

د یادونې ده چې د راپورونو له مخې له تېر کال راهیسې د ملکي وګړو مرګ ژوبله په بېساري ډول زیاته شوې، چې په تېرو اتلسو کلونو کې تر ټولو لوړ حد ته رسېدلي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون