سلايډ (فيچر) نظر

که د “کېمپ ډېوېډ” غونډه شوې وای، څه پېښېدل؟

اسد وحیدي

– غني به لس ورځې په امریکا کې و.
– امریکایانو منلې وه چې حمدالله محب هم امریکا ته ورشي.
– ولسمشر غني ته د واک د پرېښودو په بدل کې په ملګرو ملتونو کې د څوکۍ وړاندیز کېده.
– په لسو ورځو کې به پنځه زره طالب بندیان خلاصېدل.

نور په دې لیکنه کې:

د سپټمبر په څلورمه په ناڅاپي ډول ولسمشر غني ته وویل شول امریکا ته د ورتګ لپاره تیاری ونیسي. نوموړي ته یوازې دومره وویل شول چې ولسمشر ټرمپ به ورسره په ”کېمپ ډېوېډ” کې د سولې په تړاو خبرې کوي. غني ومنله، خو د اجنډا به تړاو اندېښمن و او د جزیاتو غوښتنه یې کوله. د سپټمبر په پنځمه ورته وویل شول چې هلته به طالبان هم ورځي او نوموړی به ورسره ګوري.
د سپټمبر په شپږمه د جمعې په سهار ولسمشر حیران شو. امریکايي اړخ ورته وویل چې لس ورځې به په امریکا کې تېروي. دې خبرې د ولسمشر وېره زیاته کړه. هغه خپل کمپاین پلمه کړ، خو د امریکايي لوري فشار زیات شو. وروسته یې امریکايي اړخ ته وویل چې په دې شرط دا غوښتنه مني چې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب به یې هم ملتیا کوي. ولسمشر فکر کاوه امریکايي اړخ به دا غوښتنه ونه مني، ځکه امریکایانو له حمدالله محب سره ډیپلوماتیکې اړیکې شلولې وې. څو ساعته وروسته ورته وویل شول چې دا غوښتنه دې هم منل کېږي.
غني نه پوهېده چې څه پېښېدونکي دي. هغه د یو ګونګ هدف لپاره امریکا ته روان و چې ځینو ورته د ” سیاسي قمار” اصطلاح کاروله. ولسمشر په نه زړه، خو په ناچارۍ دغه سفر ته پر تیاری بوخت و چې امریکايي اړخ په ډراماتیک ډول سفر لغوه کړ، خو ارګ داسې ښودله چې ګواکي سفر ولسمشر غني لغوه کړی دی.
سفر ته د ولسمشر له تیاریو سره هممهاله د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر دوحې ته ورسېدل چې طالبان هم له ټرمپ سره په ” کېمپ ډېوېډ” کې لیدو ته تیار کړي. طالب استازو ته امریکا ته د سفر وړاندیز له وړاندې هم شوی و، خو طالبانو ویلي وو چې د هوکړې له لاسلیک وروسته به امریکا ته ورځي. دا ځل خلیلزاد او مېلر په شدت او فشار طالبانو ته وویل چې امریکا ته ولاړ شي او له ټرمپ سره وګوري. طالبانو ته ویل شوي وو چې هلته به ولسمشر غني هم راځي او ټرمپ به پرې مني چې په لسو ورځو کې پنځه زره طالب زندانیان خوشي کړي. په طالبانو کې د ځینو کسانو تمایل و، خو ځیني یې پښه نیولي وو. وروسته د طالبانو رهبرۍ له دې سفر سره مخالفت وښود او هر څه ګډوډ شول.
که طالبان کمېپ ډېوېډ ته ورغلي وی، نو دا ورته سیاسي ځانوژنه وه چې ښايي ځیني ظاهري بریاوې به یې هم لرلی.
دغه راز که طالبان کېمپ ډېوېډ ته ورغلي وی، نو ولسمشر غني ته ویل کېدل چې په لسو ورځو کې پنځه زره طالب بندیان خوشي کړي، د بین الافغاني خبرو لپاره ژر یو پلاوی وټاکي او یو موقت حکومت ته د واک د لېږد لپاره تیاری ونیسي. دغه راز ولسمشر غني ته د واک د پرېښودو په بدل کې په ملګرو ملتونو کې د څوکۍ ژمنه کېدله او د منلو لپاره پرې فشار راوړل کېده.
ځینو سرچینو راته وویل چې ولسمشر په ناوړه حالت کې و، خپلو نږدې ملګرو ته یې وویل چې سفر به یې تر لسو ورځو ښايي زیات شي او ټاکنې به پر خپل وخت ونه شي. د ټرمپ له ټویټ وروسته ولسمشر غني ژوره ساه واخیسته او ویې ویل: ”اوس ټاکنې یقیني شوې!”.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون