سلايډ (فيچر) نظر

د جلال اباد د سکون قاتل!

ډاکټر فیض محمد ځلاند

ګروموف د شوروي سرلښکر پخپل کتاب( سرې لښکرې په افغانستان کې) کې لیکي چې کارمل به کله غونډې کې وینا ته بلل کیده نو په ګڼو القابو به یادیده، یو هم د سراعلی قومندان لقب و، زه به وایې خجالت او هک، حیران شوم، چې سراعلی قومندان خو زه یم دا ببرک په څه د سراعلی قومندان په لقب یادیږي؟ ټول فوځونه زما تر قوماندې لاندې دي، جګړه زه کوم، د جګړې هرې لیکې ته زه منډې وهم او سر اعلی قومندان دی یادیږي؟
د تاریخ تکرار ته ګوره، د میلر په اوجود کې غني ځانته سراعلی قومندان وایې. ددې سربداله قومندان په شتون کې د ټول افغانستان سکون غلبیل، غلبیل شو، د وردګو ځوانان لو شول، د کندوز ښار په هدیره بدل شو، تخار د جنګونو ډګر شو، فراه، فاریاب بې کوره او اواره شو.
زه جلال اباد نن ځکه یادوم چې څلور وروڼه، څلور چنارونه، څلور د موربچي، څلور د پلار مټې په یوه لحظه کې د خونکار غني د حکم لاندې پوپنا شول، غلبیل شول، په سترګو په ګولیو وویشتل شول، په جلال اباد ښار کې څو مدني شغالانو، ضمیر پلورو د مور ساندې، د پلار اوښکې تر چوکه بدرګه کړي نور یې بیرته د غني مردارخور کمپاین ته مخه کړه تر څو ددې ښار، د همیشه بهار ګلونه وریژي. د ننګرهار والي چې په ایمان کمزوری او په خوله ماشوم دی د ننګرهار د ولس په غم، ناتار، په ویر د ملنډو، بازار جوړ کړی دی. ماشومان یې په امریکا کې مزې کوي، دی دلته د میلر مزدور دی، د هغه سیوري ته سجده کوي او د ننګرهار فصلونه ریبي.

اې! د ننګرهار مظلومو ځوانانو!
ستاسو مسولیت تر هر بل افغان زیات دی، تاسو د خادم، د ریښتین، د الفت مرغلرې پنځولي، تاسو کې د ملنګ جان روح په عذاب دی، تاسو کې د غازي امان الله خان وجود بند دی، تاسو د فخر افغان ساه بنده، تاسو ته په کار دي چې د ظالم ګریوان ته لاس واچوي، کنه په لوی څښتن قسم دی چې ستاسو هیڅ به په امان کې پاتې نشي ـ ستاسو کدرونه به لکه ډاکتر صیب شینواری، لکه پوهاند صیب وژلی کیږي، ستاسو عزتونه به لوټل کیږي، ستاسو ښکلاګانې به ریبل کیږي. د خدای روی ومنئ ـ حق ته لار جوړه کړئ، د خپل ژوند پوښتنه وکړئ مخکې له دې چې ستاسو په سر هیڅ سیوری پاتې نشي.

ننګرهاره د خپلو نامردو ځوانانو له لاسه د کوکنارو د کر او د جګړې د شر ټاټوبی شوي، زه درته بیحده پړ یم! ما وبخښه!

یا رب توفیق!

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون