افغانستان سلايډ (فيچر)

روزګان کې د عدليې ریاست یوه کارمند د رئیس په شمول درې تنه په ډزو ویشتلي

د روزګان ولایت امنیتي سرچینې وايي، چې د دغه ولايت د عدلیې ریاست اړوند د حقونو یوه مدیر عبدالغفار د همدې ریاست پر ریئس مولوي عبدالرزاق، د حقوقو امر عصمت الله او د عدليې ریاست پر یو بل کارمند د توفنګچې ډزې کړي او سخت یې ژوبل کړي دي.

چارواکي وايي ، ټپیان سمدستي روغتون ته لېږدول شوي او دا مهال تر درملنې لاندې دي.

د روزګان امنیه قومندانۍوايي د پيښې په تړاو څېړنې رواني دي ترڅو څرګنده شي، چې پېښه ولي او څه ډول رامنځ ته شوې ده.

همداراز د ترینکوټ ښار د پولیسو د لومړۍ حوزې آمر نظرمحمد محمدي رسنیو ته وویل په پېښه کې درې واړه ټپیان یې روغتون ته لېږدولي، چې په دې ډله کې د یوه روغتیایي حالت یې د اندیښنې وړ او نور ښه دي. نوموړي زیاته کړه، چې برید کوونکی له سېمي تښتېدلی چي د موندلو هڅې او پلټنې ور پسي رواني دي.

تر اوسه جوته نه ده چې د پيښې انګېزه به څه وي خو ویل کېږي د عدلیې د رئیس او کارمندانو ترمنځ یې لومړی د پيسو پر سر لفظي شخړه رامنځته شوې ده او وروسته ډزې شوې دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون