سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

ټرمپ: پر طالبانو به خپل فشارونه نور هم زيات کړو

د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمب ويلي، د امریکا هر دښمن به پر هر ځای کې تر برید لاندې راولي او په بشپړ ځواک به يې له منځه يوسي.

ټرمپ دا څرګندونې تېره ورځ د سټمبر د يوولسمې پېښې اتلسمې کليزې په مناسبت غونډې ته وکړې.

هغه يوې ولسي غونډې ته په وينا کې وويل، چې د امريکا دښمنانو اتلس کاله وړانډې په خونړيو بریدونو کې د امريکا حکومت او ولس د وېرولو هڅه وکړه، خو د امريکا له لوري غاښ ماتوونکی ځواب ورکړل شو.

ټرمپ يو ځل بيا له طالبانو سره د خبرو لغوه کولو په اړه وويل، چې دغه خبرې يې د طالبانو له لوري په کابل کې د خونړي برید له امله لغوه کړي دي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرو نهه پړاوه تر ډېره بشړ شوي وو او دواړه لوري د هوکړې لاسليک ته په تمه و، چې د تېرې شنبې په ورځ ولسمشر ډونلډ ټرمپ ناببره له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې او اوس وايي، چې پر طالبانو به فشارونه زيات کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون