ټکنالوژي

هونډا د خپل نوي برېښنايي موټر بیه اعلان کړه

هونډا کمپنۍ د خپل نوي برېښاني موټر، چې له دې وړاندې يې یوازې ډیزاین کاروونکو ته ښودل شوی و بیه یې هم اعلان کړه او په پام کې ده چې دا موټر به راتلونکی کال خرڅلاو ته وړاندې شي.

هونډا کمپنۍ له دې وړاندې د فرانکفورټ د موټرو په غونډې کې د خپل نوي تولید -په بشپړه توگه برېښنا باندې چلېدونکی موټر نمونه وړاندې کړې وه- او اوس يې د دغه برېښنايي موټر د حتمي ځانگړنو تاییدولو ترڅنگ بیه هم اعلان کړه.

د دغه موټر بنسټیزه بڼه به ۳۵٫۵ کیلو واټه بېټرۍ ولري چې یو ځل بشپړ چارج په مرسته به د ۲۲۰ کیلو متره سفر کولو وړتیا لري. دغه موټر کې ۱۳۴ هارس پاوره وړتیا لرونکی ماشین کارول شوی چې چټک چارج څخه ملاتړ کوي او یوازې ۳۰ دقېقو کې ٪۸۰ چارجېږي.

د دغه موټر داخلي برخه په ۲۰۱۷ کې وړاندې شوې نمونې ته ورته ده او په کې ډېجېټل انسټرومېنټ کلسټر، ستره مخ‌پاڼه لرونکی انفوټېنمنټ سیستم، کامرې او د اېیرکنډېشن او رېډیو کنترولولو لپاره فزیکي بټنې ورکړل شوي.

د انفوټېنمنټ سیستم به ۱۲٫۳ انچه اېل سي ډي ډوله مخ‌پاڼه او د موټر چلونکی انسټرومنټ کلسټر به ۸٫۸ انچه مخ‌پاڼه ولري او دواړه به يې ټچ سکرین وي.

انفوټېنمنټ سیستم کې ډېجېټل اسېسټنټ، مای هونډا پلس سروس او یو شمېر نور کاریالونه چې کاروونکي د امنیت، موقعیت موندلو او ځینو نورو موخو لپاره کارولی شي له وړاندې څخه موجود وي.

دغه موټر به راتلونکی کال د گرمۍ په فصل کې انگلستان او جرمني کې په ترتیب سره په ۲۶۱۶۰ پاونډه او ۲۹۴۷۰ یورو د خرڅلاو لپاره وړاندې شي.

د هونډا د کمپنۍ په وینا دغه موټر د موټر چلوونکي احساسات پېژني او زده کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون