افغانستان سلايډ (فيچر)

کابل کې د کومانډو عسکرو پر مرکز موټربم چاودنې ژوبله اړولې

د کابل ولايت چهار اسياب ولسوالۍ کې د کومانډو عسکرو پر مرکز موټربم چاودنې کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کورنيو چارو وزارت وايي، بریدګر په مارسډيز موټر چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو او د نظام قراول په دروازه کې يې چاودنه کړې ده.

د دفاع وزارت وياند روح الله احمدزي رسنيو ته ويلي، په دې چاودنه کې څلور سرتيري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د کومانډو ځواکونو د نظام قراول ډاکټر ويلي، په چاودنه کې د مرګ ژوبلې د زياتېدو احتمال ډېر دی.

د سيمې خلکو هم ويلي، چاودنه ډېره درنه وه او تر لرې يې غږ اورېدل شوی دی.

طالبانو د دې برید مسووليت منلی  دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوي ويناپاڼه کې ويلي، په دې موټربم برید کې تر دوو سوو پورې کومانډو ځواکونو ته مرګ ژوبه اوښتې او قرارګاه يې هم تر ډېره بریده ويجاړه شوې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون