لوبې

باران افغانستان د ۱۹ – کلنو اسیا جام څخه بهر کړه

نن ټاکل شوې وه د ۱۹ – کلنو اسیا جام دواړه نیمه پایلوبې ترسره شي. لومړۍ نیمه پایلوبه د سریلانکا او هندوستان او دوهمه نیمه پایلوبه د افغانستان او بنگله‌دېش ترمنځ وه.

خو دغه دواړه لوبې د باران له امله ترسره نه شوې.

د لوبې پچې اچولو څخه وړاندې باران پیل شو او تر اوږد انتظار وروسته هم ونه درېد، چې له امله يي لوبڅارانو دواړه نیمه پایلوبې د نه ترسره کولو پرېکړه وکړه.

د لوبڅارانو دغې پرېکړې پایله کې د افغانستان ۱۹ – کلنو لوبډلې له اسیا جام سیالیو څخه بهر او د بنگله‌دېش ۱۹ – کلنو لوبډلې پایلوبې ته لار ومونده.

دغه پرېکړه خپل گروپ کې د زیاتو بریاو او نمرو پر بنسټ وشوه.

افغانستان الف گروپ کې پاکستان او کوېټ ته سترې ماتې ورکړې و، خو هندوستان څخه يي ماتې خوړلې وه، چې له امله يي څلور نمرې او خپل گروپ کې يي دوهم مقام خپل کړی و. دغه گروپ کې هندوستان خپلې ټولې لوبې گټلي او ۶ نمرو سره يي لومړی مقام خپل کړی.

بنگله‌دېش بیا ب گروپ کې د سریلانکا، نيپال او متحده عربي اماراتو ۱۹ – کلنو لوبډلو سره لوبې وکړې او خپلې ټولې لوبې يي وگټلې.

همدغو بریاو او نمرو پر مټ بنگله‌دېش د ۱۹ – کلنو اسیا جام پایلوبې ته لار وموند او افغانستان له دغو سیالو بهر شوه.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون