سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

«ناټو او متحدين يې له افغان حکومت سره په خپلو ژمنو ولاړ دي»

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، ناټو او ټول متحدين به يې د سولې تر راتلو له افغانستان سره په خپلو ژمنو ولاړ وي.

سټولټنبرګ د بلجيم پلازمېنې بروکسل کې د ناټو په مرکزي قومندانۍ کې د سپټمبر د يوولسمې پېښې اتلسمې کليزې نمانځغونډې ته وويل، چې افغانستان لا هم سولې ته اوږده او له کړاوونو ډکه لاره په مخ کې لري او تر هغو به ناټو له افغان حکومت سره ولاړه وي.

د ناټو سرمنشي دا څرګندونې به داسې حال کې کړي، چې څو ورځې مخکې د امریکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې ودرولې او تېره ورځ يې يو ځل بيا وويل، چې د طالبانو پر ضد خپل پوځي فشارونه نور هم زيات  کړي.

د ټرمپ له څرګندونو ښکاري، چې افغانستان کې به د اور او جګړو لړۍ نوره هم تونده شي، خو ځينې څارونکي وايي، ښايي د سولې خبرې بېرته پيل شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون