روغتيا او ژوند

څېړنې: فسټ فوډ انسان احمق کوي

دا ټولو ته څرگنده ده چې برگر او د سرو شوو کچالانو چپس د نورو زیانونو سربېره د انسان وزن زیاتوي، خو ایا پوهېدئ چې دغه خواړه د انسان په ذهانت هم ناوړه اغېز لري؟

څو مختلفو څېړنو ثابته کړې چې جنک یا فسټ فوډ د انسان په احمق کولو کې مهم رول لوبوي.

له دې وړاندې مختلفو څېړنو ثابته کړې وه چې غربي خواړه یا فسټ فوډ د انسان ذهن کمزوری کوي او په دې ډول له ذهني نظره وروسته پاتې کېږي.

څېړنو کې همداراز ویل شوي چې فسټ فوډ، سره شوي خواړه او پروسېس شوې غوښه په ذهني وړتیا، زده کړې، یاددښت او غبرگون ښودلو چټکتیا باندې ناوړه او منفي اغېز کوي.

څېړنې کې همداراز ویل شوې چې اکثره خلک دغو خوړو له امله شنه سبزیجات، چې د انسان ذهني وړتیا او وده پیاوړی او چټک کوي نه خوري.

فسټ فوډ کې شته مختلف مواد په ذهني وړتیاو باندې ناوړه اغېز کوي. دغو خوړو کې په ځانگړی ډول د اومېگا-۶ فټي اسید ډېر زیات وي چې دغه مواد د انسان ذهني وړتیاوې کمزوري او له منځه وړي.

فسټ فوډ کې شته اکثره غوړ او کاربوهایډرېټونه د اعصابو یاددښت او زده کړې برخې باندې منفي اغېز کوي، دغه منفي اغېز په ځانگړی ډول هغه مهال چې دغه خواړه ځوانۍ کې وخوړل شي څو چنده زیات وي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون