افغانستان سلايډ (فيچر)

ارګ: حکومت د سولې اړوند ټول فعاليتونه درولي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري له طالبانو سره د سولې خبرو له ځنډولو وروسته د افغانستان حکومت هم ويلي، له طالبانو سره يې د سولې لپاره ټول فعاليتونه درولي او ټول تمرکز يې اوس پر ولسمشريزو ټاکنو دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديقي صديقي وايي، د تلې مياشت په شپږمه به ولسمشريزې ټاکنې کيږي او د افغانستان راتلونکی حکومت به د سولې خبرې پر مخ بيايي.

صديقي زياته کړې، چې د سولې خبرو د ځنډولو بنسټيز لامل طالبان دي او په وينا يې د طالبانو د تاتريخوالي له امله د سولې خبرې ځنډول شوي دي: «زموږ پر باور د سولې مشروعيت لپاره ټاکنې اړينې دي، له ټاکنو پرته سوله مشروعيت نه لري او له همدې امله حکومت د اوس لپاره د سولې ټول فعاليتونه درولي دي.»

په ورته وخت کې ولسمشر اشرف غني تېره ورځ کندهار کې د خپلې ټاکنيزې غونډې پر مهال وينا کې پر طالبانو غږ وکړ، چې بايد له حکومت سره سولې ته حاضر شي او د هېواد په هره برخه کې چې وغواړي، حکومت ورسره خبرو ته حاضر دی.

طالبانو د غني وروستيو څرګندونو ته ځواب نه دی ویلی، خو دغې ډلې له تېرو څو کلونو راهيسې له افغان حکومت سره خبرې له امکانه بهر بللي او حکومت د امریکا لاسپوڅی بولي.

طالبان وايي، لومړی بايد د روان بحران د پای ته رسولو لپاره له امریکا سره خبرې بشپړې کړي او وروسته به د داخلي ستونزو د اواري لپاره له افغان لوري سره خبرې وکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون